دفاع وزارت خبر ورکوي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره ولیدل.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په ترسره شوې کتنه کې د دفاع وزارت سرپرست وزیر ویلي چې په کابل د دغه هېواد د سفارت پرانیستل نېک اقدام و او د طالبانو حکومت په چټکۍ سره د اذربایجان او افغانستان تر منځ د اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او همکاریو پیلېدو غوښتنه کوي.
د اذربایجان سفیر هم ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پر ټینګېدو سربېره د همکاریو پراختیا ته بشپړ چمتوالی لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31402
قرأ